IQNA

د انقلاب ستر رهبر:

امریکا او انګلیس په رسمی توګه د غزه د ماشومانو د قتل نه حمایت کوې/ شاعر باید د مظلوم سره ملګرتیا وکړی

10:16 - July 14, 2014
د خبر لمبر: 1429416
سیاسی ډله: د انقلاب ستر رهبر ټینګار وکړو: د دنیا په یو کونج کښې د یو ځناور په مړینه کله دومره تبلیغاتی جنجال سره را اوچت کړې خو ولی غزه کښې دا اخیرنی برید کې د ۱۰۰ نه زیات کسانو وژلو باندې چې زیات په کښې ماشومان او مظلومان دې نه یواځې دا چې هغوی لپاره څه اهمیت نه لرې بلکې امریکا او انګلیس په رسمی توګه د دې بریدونو نه د حمایت اعلان کوی.

قرآن خبر خپرونکې ټولنه(ایکنا) راپور له مخې. د ستر لوړ رهبری دفتر د اطلاع رسوونکې بنسټ نه په نقل: د اهل بیتو کریم امام حسن علیه السلام د روکړی په شپه د فارسی ژبه د شعر او ادب استادانو ټولی، د ځوانانو شاعرانو او د هیواد پوخ تجربه کارو، او په فارسی کښې شعر وایونکې د تاجکستان، هندوستان، افغانستان او پاکستان نه راغلو د اسلامی انقلاب ستر رهبر حضرت ایأ الله خامنه ای سره کتنه وکړه.
حضرت آیأ الله خامنه ای د امام حسن علیه السلام د زوکړی مبارکې سره د شب قدر شپو نه معنوی او قدسی ګټه اخیستلو توصیه وکړه، او د شعر ړومبۍ او طبعی کار ته یی د شاعر د افکارو ځواب، احساسات او خواشینی وویل او زیاته یی کړه: البته د شعر اصل کار عبارت دې له: په خالی ذهن او زړه کښې شتون او په هغه اثر کول او د مخاطبو فکری خوراک.
هغوې فکری خلوت کښې د شیطان اثر کولو لپاره لټون ته اشاره سره وویل: شاعر دا دنده ده چې د فارسی د تاریخ لویو لویو شاعرانو غوندې شعرونه ووایئ او د خپل مخاطبو خلوت له معنویاتو او له امید له فعالیت ، پرمختګ او له وده نه غنی کړې، او دا عناصر چې د ولس حقیقی هویت جوړوونکې دې ته وده ورکړې.
رهبر انقلاب د نننۍ نړی تریخ حقیقتونو ته لکه د نړی قدرت لرونکیو د نورو ولسو استقلال، دولت دین معنویت ناموس او اخلاق  کښې ګوتې وهئ هغوې د غزه درد ناک حوادثو ته اشاره سره زیاته کړه : کله خو د یو ځناور په مرګ په دنیا کښې تبلیغاتو یوه غوغا راولی خو ولی په غزه باندې اخیرنی برید کښې د ۱۰۰ تنه نه زیات کسان ووژل شو چې اکثریت په کې د معصوم او مظلوم ماشومانو دی، چې دا هر څه هغې لپاره اهمیت نه لرې بلکې امریکا او انګلیس رسما د دې برید حمایت کوې.
د رهبر له خبرو نه پس یو څو ځوانانو شاعرانو او د هیواد تچربه کارو خپل شعرونه ولوستل.

1428823

captcha