IQNA

امارات(قرآنی ښکلی آواز)په مقابلو کښې د مراکش ړومبۍ رتبه

9:30 - July 20, 2014
د خبر لمبر: 1431036
نړیواله ډله: معاذ الدویک د مراکش نماینده په نړیواله مقابله(أجمل الأصوات) قرآنی ښکلی آواز کښې چې د امارات په دبی ښار کښې پیل شوه ړومبۍ رتبه وګټله.

قرآن خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د خبرې ویب پاڼه جدید الیوم نه په نقل، پرون مازیګر، د تیر میاشته۲۶، په دبی کښې پیل شوی د أجمل الأصوات(قرآنی ښکلی آواز) مقابلو کښې ۵ ګڼونکې ولمانځل.
په دې مراسمو کښې د مراکش معاذ الدویک د تنزانیا علی معلم علی، د عربستان عمر بن حسین باعیسی، د یمن محمد خالد یاسین محمد او د لبنان محمد عید الفوال په ترتیب سره ړومبی نه تر پنځمه رتبه وګټلې.
د أجمل الأصوات(قرآنی ښکلی آواز) دا مقابلې په اتلسم  دبی نړیوال قرآنی جایزه لرونکې مقابلې کښې پیل شوی چې په دې مقابلو کښې۱۰ګټور شرکت کوونکې له غړی هیوادونو نه او ۵ ګټور له اماراتو نه وو.
أجمل الأصوات(قرآنی ښکلی آواز) مقابلې په چهارشنبه،د دې کال تیر میاشته۲۶، باندې په دبی کښې پیل شوې.
پرون په دې مراسمو کښې همدارنګه د تلویژن سپوږمکۍ چینل سما دبی، نور دبی، سپوږمکۍ چینل ابوظبی، عجمان، رأس الخیمه، المجد، السلام او یو څو د راډیو چینلو لکه د الوظبی راډیو قرآن، أم القیوین راډیو قرآن، الفجیره راډیو آو رأس الخیمه راډیو د دې مقابلو خپرولو په هکله ولمانځلې شول.

1430752

بچوې: ولمانځلې
captcha