IQNA

مرګ په اسرائیل شعار، راروان نسل لپاره د ټینګښت لار او له استکبار سره د ضد روښانه فکر

18:45 - July 28, 2014
د خبر لمبر: 1434574
بهرنۍ څانګه: حجت الاسلام هاشمی په هرات کښې د قدس په ورځ د لار یون مراسمو کښې وولی: د مرګ په اسرائیل شعار یو ارزښتمنه حل لار وټاکو، ځکه هم دې شعار سره مونږ کولی شو چې راروان نسل ته له استکبار سره ضد ته رواج او ټینګښت ورکړو.


دا مراسم په هرات کښې د تبیان کلتوری او ټولنیز فعالیتو مرکز د غړی دفتر له اړخه پیل شو، حجت الاسلام والمسلمین سید محمود هاشمی، وولی: په منځنی ختیځ کښې یوه مهمه مسئله همېش جنګ دی، چې هغه اسرائیل غاصب رژیم تېرو شپېتو کالو نه یی بیت المقدس او د فلسطین مسلمانانو باندې تحمیل کړی.

په هرات کښې د تبیان کلتوری او ټولنیز فعالیتو مرکز د غړی دفتر مشر زیاته کړه: که غور وکړو نو د فلسطین مسئله له دوو اړخو د ایمان لرونکیو زوړونه داغدار او د مسلمانانو زړونه یی ټپی کړل، د هغې نه ړومبۍ دا چې بیت المقدس د مسلمانانو تر منځه ډېرو دلیلونو سره تقدس، شرافت او درناوی لری، د مسلمانانو ړومبۍ قبله ده هغه مقدس ځې چې پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم له نورو مسلمانانو سره بیت المقدس په لور لمونځ کړی.

هغه زیاته کړه: او دویمه دا چې دا د اسلام جومات دی چې په قرآن کښې د دویم جومات په نوم راغلی.

هاشمی وویل: بیت المقدس درېیم حرم دی، ړومبۍ حرم شریف مکه مکرمه، دویم حرم شریف مدینه منوره او درېیم حرم شریف بیت المقدس دی، او د قرآن مجید په رڼا کښې د معراج په شپه پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم له مسجد الحرام نه د اقصی جومات ته تلی وو او بیا له اقصی جومات نه د آسمانونو ته اوچت شوې وو، د قرآن د ویناوو په رڼا کښې د بیت المقدس سره خوا شا ځمکه هم مبارکه ځمکه ده، ځکه چې دا ځمکه د تاریخ په اوږدو کښې د پیغامبرانو د دعوت او د توحید له نور نه منوره ده.

په هرات کښې د تبیان کلتوری او ټولنیز فعالیتو مرکز د غړی دفتر مشر په آخره کې وولی: د مرګ په اسرائیل شعار یو ارزښتمنه حل لار وټاکو، ځکه هم دې شعار سره مونږ کولی شو چې راروان نسل ته له استکبار سره ضد ته رواج او ټینګښت ورکړو.



http://www.iqna.ir/fa/inter/News/1433251

captcha