قرآن خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د نړیوال چینل الکوثر عمومی اړیکو نه په نقل، محمد رزق او محمود محمد یوسف عقل له مصر او هم دارنګه محسنی له افغانستان او داود له لاچینانی به نن شپه د ایران نه «إِنَّ لِلْمُتَّقِینَ مَفَازًا» قرآنی نیمه پایلوبه مقابله کښې شرکت کوی.
محمد حسن موجدی له ایران نه، محمد علی عماد قاسم له لبنان نه، حسن محمود له عراق نه، ثمرالدین صمداف له تاجکیستان نه او احمد حسین مهرزاد له افغانستان نه تیره شپه د مرداد میاشته په دریمه باندې په مقابلو کښې شرکت کړی وو چې پای کښې محمد علی عماد قاسم بریالیتوب تر لاسه کړی وو.
کارم الحریری له مصر نه، سید مرتضی محسنی له افغانستان نه، محمد مهدی عزالدین له لبنان نه، سید جلال یوسف له عراق نه، سید جعفر سعیدی له ایران نه د زیارت په ورځ په دویم مرداد میاشته، «إِنَّ لِلْمُتَّقِینَ مَفَازًا» مقابلې کښې شرکت کوونکې وو، کارم الحریری او سید مرتضی محسنی دواړه سره په ۸۳ امتیازو په دغه شپه برابر راغلل.
له دې راپور له مخې، صالح اطهری فر د تېر شپه «إِنَّ لِلْمُتَّقِینَ مَفَازًا» مقابلې بریالی وو او د مرداد میاشته د دویم تاریخ حسین کرمی جایزه لرونکې د کلام الله نه آیات په دې مقابله کښې ولوستل.
تراوسه محمد علی عماد قاسم له لبنان نه او حسین طاهر البرزنجی له عراق نه د «إِنَّ لِلْمُتَّقِینَ مَفَازًا» مقابلې اخیرنی مرحله ته را وتلی دې.