IQNA

د فلسطین مفتی خبر ورکړو:

فلسطین کښې د الازهر نه تایید شوې قرآن کښې چاپی خطا

11:59 - August 09, 2014
د خبر لمبر: 1437299
نړیواله ډله: د فلسطین مفتی د هغه قرآن چې په دغه هیواد کښې وجود لرې د سوره آل عمران او نساء کښې د چاپی خطا خبر ورکړی، چې دا قرآن د الازهر اسلامی تحقیقاتو ټولنه له اړخه تایید شوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د فلسطین خبر خپروونکې معا نه په نقل، شیخ محمد حسین د فلسطین او قدس مفتی او د دې هیواد د فتوی ورکوونکې شورا مشر د داسې قرآن چې سوره آل عمران او نساء کښې چاپی خطا شوې خبردارې ورکړه.

هغه ښکاره کړه: دا قرآن د مصر د پایتخت قاهره کښې د قدس چاپ کوونکې مؤسسه نه د اسلامی تحقیقاتو ټولنه ۱۱مجوز شمېرې سره په ۲۰۱۴/۰۱/۱۴ کښې خپور شوې.

د فلسطین مفتی د کتابتون، چاپځی او هغه کسانو نه چې دا قرآن لرې غوښتنه کړی چې د دې هیواد په دارالافتاء کښې دا قرآنونه راټول کړی.

شیخ محمد حسین زیاته کړه: د قرآن د چاپ په وخت د احتیاط رعایت وکړی.

له دې نه مخکښې هم د قرآن کریم یو چاپ په فلسطین کښې د چاپی خطاګانو له مخې راټول شوې وو چې هغه هم د اسلامی تحقیقاتو ټولنه نه تایید شوی وو.

یو بل چې هغه د مصر المنصوره سېمې د الایمان چاپځې نه چاپ شوې وو د الازهر اسلامی تحقیقاتو ټولنه ۱۲۴ مجوز شمېره سره په ۰۱/۰۸/۲۰۰۸ کښې خپور شوې وو.

هم دارنګه یو بل قرآن چط د مصر دار ابن الهیثم چاپځی نه په ۲۰۰۶/۱۰۹ مجوز شمېره سره له قاهره اسلامی تحقیقاتو ټولنه نه د جیبی کتابچه په شکل کښې چاپ شوې وو د چاپی خطاګانو له سببه فلسطین نه راټول شوې وو.

http://www.iqna.ir/fa/News/1436519

captcha