قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د روسیا الیوم خبری ویب پاڼه نه په نقل، واتیکان د داعش ډله ځواکی ظالمانه کارونه محکوم کړل.
په دی بیانیه کښې چې د دینونو تر منځه د خبر اترو په شورا کښې واتیکان وړاندی کړی ټینګار شوی: دا رنګه کارونه په یو مذهب او په یو دلیل هم توجیه کوونکې نه دی او یو غټ جرم او لوی جنایت دی.
واتیکان د مسلمانانو عالمانو نه د دینی مقاماتو په هکله غوښتنه وکړه، چې قطعې دریځ سره د داعش ظلمونه محکوم کړی.
څو ورځی مخکښې د فرانس دویم پاپ د کاتولیکو نړیوال مشر په سیاسی توګه د مسئلو حل کولو او د داعش د جنایاتو مخنیوی باندې زور ورکړو او عراقی مسیحانو لپاره چې د داعش د ظلم ښکار دی دعا وکړه.
د الازهر پوهنتون استاد: اسلام د داعش جنایتو نه ډډه کوونکې دی
په یو بل راپور کې دی چې احمد کریمه، د الازهر پوهنتون د شریعت اسلامی ښوونکې هم د داعش جنایات محکوم کړی، هغه ټینګار کړی: آسمانی مذهبونو ظلم او وژلو ته څوک نه دی بللی، بلکې هر وخت یی خلک سولې، مساوات او عدالت ته بللی، هغه زیاته کړه: هغه څه چې دا ډله(داعش) د خلکو وینه بهول د انسانانو بی حرمتی کول حلال ګڼلی نو دا اسلام سره هیڅ اړیکه نه لری او اسلام له دی نه ډډه کوی.
کریمه د عراقی قوم وژلو بندیز او د عراقی مسیحیانو حالاتو ته کتنه نړیوال نندارتون کښې دا غوښتنې کړی او د ملګرو ملتو نړیوال سازمان نه یی هم غوښتنه وکړه چې د عراق، شام او لبنان غم ځپلو نه مرسته وکړی.
http://www.iqna.ir/fa/News/1438864