قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د خبری ویب پاڼه «Malay Mail Online» نه په نقل، دزمه شاه داوود، د مالیزیا ملی متحد سازمان مسئول ؤ ویل: مونږ د الوتکو مشرانو ته دا مشوره ورکوو چې د الوتکه مسلمان کوربنو ته د اسلامی حجاب کولو اجازت ورکړی،
هغه په دې اړه ځینې اسلامی هیوادونو ته اشاره سره وو ویل: د ایران، برونئی او سعودی عرب د الوتکه کوربنۍ حجاب لری، نو په کار نه ده چې په دی فکر وکړو چې دې سره به زمونږ په کار بد اثر اچولی کېږې، په کار دا ده چې په الله توکل وکړو.
داوود زیاته کړه: مونږ په کار دی مسلمانانې کار کوونکی ته د حجاب نه استفاده کولو اجازت ورکړو.
ازمیر یونس، د مالیزیا د سیاسی حزب غړی په الوتکه کښې د شرابو منع کولو غوښتنه وکړه. د مالیزیا د متحده ملی سازمان غوښتنه لیک د الوتکه مشرانو او د هیواد لوړو مقاماتو ته وړاندی شوی.
مالیزیا کښې تقریباْ ۲۶ ملیون خلک ژوند کوې چې په سلو کښې ۶۰ کسان مسلمانان دی.
http://www.iqna.ir/fa/News/1443604