IQNA

د اندونیزیا ذهنی ستونزې لرونکې ماشوم ټول قرآن حفظ کړو

16:02 - September 07, 2014
د خبر لمبر: 1447724
نړیواله ډله: که څه هم آواز یی واضح نه دی خو ولی د قرآنی پښتنو ځواب په اعتماد سره ورکوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) له راپور مخې، د «Aquila Style» خبری ویب پاڼه نه په نقل، د اندونیزیا لس کلنی ماشوم فجر عبدالحیم وحی الدین چې عربی ژبه باندې نه پوهېږې خو ولې ټول قرآن مجید یی حفظ کړو.

فجر د ذهنی فلج مریض دی او د اورېدلو، لیدلو او تفکر کولو ستونزو سره مخامخ دی د قرآن حفظ کول د خپل مور او پلار زحمتونه وګڼلو هغوی عقیده لرې چې قرآن د ټولو ناارامتیا درمان دی، دوې به خپل ماشوم ته د دنیا را تللو نه  مخکې د قرآن تلاوت غږولو، حتی چې کله هغه د کم وزن له سببه په درملتون کښې بسترې وو نو هم د مور او پلار په سفارش ورته به قرآن غږېدو.

فجر تر دوه میاشتو پورې د نورو ماشومان غوندې وو خو په دریمه میاشته کښې مور پرې پوهه شوه، هغه کښې چې بدلون ته پام شو نو درمان لپاره یی ډاکټران نو ته وښودو چې ډاکټرانو ورته د بیماری سبب د خپل وخت نه زر پیدایښت وښود.

کله چې فجر د درې کلنی شو او لږ پوهه شو نو مور یی د عربی ژبه الفبا ښودلو لپاره یوه قرآنی سی دی واخیستله، فجر هم درې کالو وو چې په خبرو یی شروع کړی وه او هغه ړومبی خبری یی هم د قرآن ټکې وو، په شروع کښې د فجر مور به د هغه لوستلی آیتونو باندې نه پوهېدل خو وخت تېرېدو سره پرې پوهه شو.

فجر د ۴ کالو وو چې د قرآن حفظ یی شروع کړی وو او د یو قرآن استاد سره یی په ۵ کالو کښې قرآن حفظ کړو.

د ماشومتوب ازمایښت نه یی د ذهنی بیماری پته لږېدله خو ولې اوسنی آزمایښت نه یی پته لږېدلې چې دا بیماری یی ښه شوی ده.

فجر نن سبا مدرسه ته ځې او د حرکت او پیژندو  مهارتونو زدکړه کوی، هنی وایئ: دا د قرآن معجزه ده چې د هر بیماری شفا  ده.

http://iqna.ir/fa/News/1447097

captcha