IQNA

مالیزیا کښې محصلانو نه د ۱۰ زره قرآنی حافظو روزنه

13:49 - September 15, 2014
د خبر لمبر: 1450274
نړیواله ډله: د مالیزیا د پوهنې او روزنه وزارت ۱۰ قرآنی حافظو کښې ۹۲۰ محصلانو ته د ټول قرآن حفظ کولو لپاره پروګرام جوړ کړو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د جدید الیوم اطلاع رسوونکې ټولنه نه په نقل، د مالیزیا د پوهنې او روزنه وزارت اعلان کړی: دې پروګرام کښې به ۱۰ زره محصلانو نجنکۍ او هلکانو ته د ټول قرآن حفظ په ښه مدرسو کښې پیل کېږې.

د اسلامی مدرسه پراختیا برخې او د پوهنې او روزنه وزارت مشر حسن الدین عبدالحمید څرګنده کړه:  ۱۵ ښه اسلامی مدرسې دا هدف تر لاسه کولو لپاره په نظر کښې اخیستلی شوی.

هغه زیاته کړه: د دې اسلامی روزنې طرحې لپاره د ۱۰۹۲ قرآنی حافظ استادانو ته اړتیا لرو،  چې هر استاد به ۱۰ کسانو ته ښودنه کوې.

عبدالحمید ټینګار وکړو: دا طرحه به د محصلانو خپلوانو ته څرګنده کوې چې ستاسې ماشومان سره د دې چې ډاکټران، انجنیران او ... دې د قرآن حافظان هم دی.

د دې راپور له مخې، د ۲۰۱۱میلادې کال کښې ۲۷۸ د قرآن حفظ کوونکې اداره په مالیزیا کښې شتون لرې، چې په کښې ۱۴ مرکزونه دولتی او نور مرکزونه  د نورو ادارو تر لاس لاندې خپل کارونه پیل کوې.

http://www.iqna.ir/fa/News/1449237

captcha