قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) Gospel Herald خبری اداره نه په نقل، د ورستې شمېر له مخې په برتانیه کښې د ماشومانو پیدا کېدو سره دا هیواد به په جمعیت کښې ننداریز بدلون سره مخامخ شی.
دغه هیواد کښې اخیرې شمېر په کال ۲۰۱۱ کښې پیل شوی وو، د برتانیه ستر ښار برمنګهم کښې ۲۸۰ زره ځوانانو نه ۹۷ زره ځوانان مسلمانان او ۹۴ زره عیسایان دی.
بر فورډ ښار کښې هم په سلو کښې ۴۵ ماشومان مسلمانان دې، د لسټر ښار کښې هم ۲۳ زره ماشومان مسلمانان او ایله ۱۸ زره مسیحی ماشومان دی.
د ټاور هملټس په سیمه کښې له ټولو زیات اختلاف د مسلمانانو او مسیحیانو په شمېر کښې لیدلې شی، چې په دغه سیمه کښې د سلو نه ۶۲ ماشومان مسلمانان دی.
خو له دی هرڅه سره بیا هم برتانیه کښې د مسیحیانو شمېر زیات دې او اسلام د دغه هیواد دویم لوی مذهب دی.
د برتانیه د ټولنیز پیوستون او د کلتوری اړیکو استاد تد کنتل وایئ: د مسیحیانو په مقابله کښې د مسلمانانو جمعیت زیاتوالی یو څو ښکاره دلیلونه لری.
هغه وایئ: د برتانیه له مسیحیت نه حمایت نه کول، د آسیا نه دې هیواد ته مهاجرت کوونکو مسلمانانو زیاتوالی او د مسلمانانو کورنو کښې د ډېرو ماشومانو زېږیدنه د مسلمانانو د شمېر د زیاتوالی دلیلونه دی.
http://iqna.ir/fa/News/1455613