IQNA

د لبنان سنی مفتی:

د میانمار دولت د تهدید کولو نه روهینګیا مسلمانانو مهاجرت

15:32 - October 28, 2014
د خبر لمبر: 1465069
نړیواله ډله: دې هیواد کښې د میانمار حکومت له اړخه مسلمانانو باندې ظلم او تهدید کول نه پس د روهینګیا یو لوی شمېر مسلمانان په بېړۍ کښې تایلنډ او مالیزیا ته روان شو او میانمار یی پرېښلو.


قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «World Bulletin» خبری ویب پاڼه نه په نقل، د مسلمانانو وضعیت ښه کولو آراکان پروژه مشر کریس لیوا اعلان کړی: په تېره یوه هفته کښې د میانمار شمال روهینګیا د راخین ایالت نه ۸ زره مسلمانانو هجرت کړی. تېری هفته مهاجرت، د بودائیانو له اړخه په ۲۰۱۲ کښې مسلمانانو باندې د ظلم شروع کولو نه پس دا د مسلمانانو د ټولګې په بڼه کښې له ټولو نه لوی مهاجرت شمېرلی شی.

لیوا زیاته کړه: د میانمار پلیس هم اجازه ورکړی چې بېړۍ دې د «ناف» نومی غاړې چې بنګلادېش او میانمار سره لګېدل سرحد دې ته لاړه شی.

هغه زیاته کړه: د حالاتو نه ښکاری داسې چې د مسلمانانو له دې ځې نه ویستلو لپاره مخکې نه پلان جوړ شوی وو.

اوس د میانمار دولت یوه نوې توطئه جوړه کړی او اعلان یی کړی چې مسلمانان په کار دې د بنګلادیش تابعیت اختیار کړی، او د مخکې غوندې په بیړې کښې زیات مسلمانانو ناسته باندې هم نوری پیسې نه غوښتلی او نه یی منی کول.

له دی نه مخکې مسلمانانو ته تابعیت نه ورکولو لپاره یی مسلمانان د بودایانو حمله او وژلو ته نیولی وو.

د میانمار ډېر مسلمانانو په دې ټینګار وکړو چې بنګالی تابعیت خپلول د هغوی لپاره لویه خطره لری.

له دی نه پس د مسلمانانو نیول شروع کړل چې له دې ډېر مسلمانان خپل وطن پرېښلو باندې مجبور شول، دا ځل پولیس چې د مسلمانانو وژلو نه یی حمایت نه کوو، د خطری نه ډکه لار یی ورته کولو کړه.

ډېر هغه مسلمانان چې هیواد یی ترک کړی وو، د ګاونډ هیوادنو له نه قبلولو له سببه سختو حالاتو سره مخامخ شول او ډېر تری د تایلند په سرحد باندې ونیول شو، او څه کسان ترې ډوب او څه کسان په قید کښې د ژوند سختو سره مخامخ دی.

http://iqna.ir/fa/News/1463343

captcha