قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Press TV» نه په نقل، د میانمار حکومت له اړخه نوی پروژه په اساس، د یو ملیون نه زیات د روهینګیا راخین ایالت مسلمانان په دې وجه چې دا نشې ثابته ولی چې هغوی په میانمار کښې له تېرو ۶۰ کالو رسې اوسی، جلا هیوادی سره به مخامخ کېږی.
پروژه آراکان چې یو بشری حقوق ډله ده او د مسلمانانو لپاره په میانمار کښې کار کوی اعلان کړی: چې یواځې په تېرو دری هفته کښې تقریباْ ۱۴۵۰۰ د روهینګیا مسلمانانو ځان تر تایلند رسولی چې هلته نه مالیزیا ته کوچ وکړی.
د نوی طرحه په اړه هغه کسان جې په میانمار کښې اوسېدلې شی هغوی هم یواځې د میانمار نه نوی تابعیت اخیستلو سره دې هیواد کښې پاتې کېدلې شی او دا کسان به د میانمار یو لاندی طبقه په حیثیت سره دلته ژوند کولی شی. او دا تابعیت به یی لغو کېدلی هم شی. نو ځکه د روهینګیا مسلمانان که دلته تابعیت واخلې بیا هم په کار دی د یو بنګالی په حیثیت سره خپل نوم له تابعیت لپاره ثبت کړی، او یا په کار دی ونیول شی او عمری زندان سره مخامخ شی.
دیده بان بشری حقوق ډله له دملګرو ملتو امنیت شورا نه غوښتنه کړی چې د میانمار دولت باندې زور راوړی چې دا طرحه څنګ ته کړی او د مسلمانانو سره مرسته وکړی.
یوملیون او دری سوه زره مسلمانان چې د میانمار حکومت له اړخه د دې هیواد تابعیت نه محروم شوی او هم دی بهانه سره یی ځپه وی، او اوس د نړۍ یو ځپلې ولس په توګه پېژندلې کېږی.
د روهینګیا مسلمانان په میانمار کښې له ۱۹۴۸ نه چې کله نه دی هیواد خپل د خپلواکۍ اعلان کړی د دې هیواد تر شکنجه کې دی، او د دی هیواد بودایانو ظلمونو او ځپلو سره مخامخ دی.
په دې تېر اخیرنی کلونو کښې په زرګونو مسلمانان د بودایانو په حملو او بریدونو کښې وژلی شوی.
http://iqna.ir/fa/News/1470928