IQNA

د لبینان د مفتی اعظم اسلامی یوون په ضرورت ټینګار

23:25 - November 14, 2014
د خبر لمبر: 1473041
نړیواله ډله: شیخ عبداللطیف دریان، د لبنان د سنیانو مفتی اعظم د اسلامی یوون یووالی ټینګار وکړو او وې ویل: کلتوری یووالی باید په ټولو اسلامی مذهبونو کښې خپور شی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د«دیلی استار» ورځپاڼه نه په نقل، شیخ دریان د پیر په ورځ د لبنان شیعه غونډی مرستیال آیت الله عبد الامیر قبلان سره کتنه کښې دا خبره زیاته کړه: زه او شیخ قبلان عقیده لرو چې اسلامی یووالی نظریه د شعار او نظریه نه مخکې لاړه شی او د مسلمانانو تر منځه د عمل جامه واغوندی.

هغه په ادامه کښې ؤ ویل: مونږ د اسلامی مختلفو مذهبونو منونکې د یو دین، یو کتاب او یو پیغمبر او یو عقیده لرو او مونږ یو مسئولیت او اندېښنه لرو.

شیخ دریان زیاته کړه: د لبنان مسلمانان به د ډله ډلبندی د توطئه په دام کښې به نه لویېږی او مذهبی فتنه به په دی هیواد کښې سر نه را اوچته وی.

شیخ قبلان  هم په دې کتنه کښې د تکفیری او صهیونیستی چې د یوې سکه دوه مخه دی توطئه ته اشاره سره ټینګار وکړو:  اسلامی یو والی له دی توطئه سره مقابله لپاره بهترینه اسلحه ده.

http://www.iqna.ir/fa/News/1472558

captcha