((انسيه شاه حسينی)) په سنيما كې كار كوونكو د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره د خبرو اترو كولو په وخت د پاسنی مطلب سره داسې وويل: د امريكې سنيما كې كه څه هم كډ وډ تفكر شته خو بيا هم يوه تجربه كاره سنيما ده. مطلب دا چې په دې سنيما داسې يو كس هم نه پيدا كیږی چې تجربه كار نه وی او فيلم جوړ كړی.
هغوی ورزياته كړه: چې د امريكې سنيما نادرست او غلط څيزونه هم داسې انداز سره خپلو كتدونكو ته وړاندې كوی چې هغوی خپل اړخ ته جذب كوی او هم دغه څير د يو فيلم د كاميابۍ راز دی
هغوی ورزياته كړه او ټينګار یې وكړ: دا تصور چې د امريكې سنيما د نورو دينونو د بدنامولو بيا په خصوصی توګه د دين اسلام د بدنامولو لپاره هڅه كوی له دې خبرې سره موافقت نه كوم د مثال په توګه زه به د (تصادف) فيلم نوم واخلم چې زما په خيال يو ډيرمذهبی او انسانی فيلم دی چې د اسلام او ختیځ په هكله ښه او مثبت نظر لری. كه څه هم ځينې داسې فيلمونه هم شته چې په كې د ځينو عقيدو توهين شوی دی خو دا كار هم د بې خبرۍ له سببه شوی دی. د دې خبرې توضيح لپاره ښه مثال ((كشتی ګير)) فيلم دی چې د دې فيلم جوړوونكی په ډاګه داسې وويل چې كوم نوم مونږ په دې فيلم كې كارولې دی مونږ ته هیڅ پته نه وه چې د يو دين مذهبی نوم وو او زه په خپل دې كار له تاسو بخښنه غواړم.
د ايكنا خبريال د خبرو اترو په دې برخه كې يادونه وكړه. چې ستا نظراتو سره څه نه څه موافقت لرم. خو ځينې داسې فيلمونه شته چې په كې په څرګنده د اسلام د ارزښتمندو عقيدو توهين شوی دی
ميرمن شاه حسينې داسې ځواب وركړ: زما په نظر داسې فيلمونه ځانی او د بې خبرۍ له سببه جوړيدږی زما په عقيده نړيوال صهيونيسټ په خپلو كارونو كې كلی او عمومی نظر خيال ساتی هم له دې امله خپلو هدفونه ته د رسيدلو لپاره له سينما پرته په يو بل هنر كې خپل مال خرچ كوی.
شاه حسينی د مركې په دې برخه كې د اسلام د بدنامولو كارونه د هنر په نورو برخو كې ډير مهم وګاڼه او وې ويل: د بيانولو وړ خبره ده چې د كارټون برخه كې د اسلام بدنامولو هڅه تر اوسه پورې شروع ده خوا دا كار په سينما كې مهم نه دی. ځكه چې د دې كتوونكو مقايسه له نورو اينځوری اژانسو سره نشی كيدلې.
دوی د اسلام د بدنامولو په هكله جوړ شوی فيلمونو په هكله، د فرهنګې مشرانو او ځينې سينما كې كار كوونكو عكس العمل مناسب ؤنه ګاڼه او وې ويل: چې د (300) په نوم فيلم او همدا راز د توهين كوونكو كارټونونو په هكله زمونږ فرهنګی مشرانو د عكس العمل په هكله بايد داسې ووايو چې په عمومی توګه مونږ داسې كارونو په ځواب كې موقت او جذباتی كار كوو حال دا چې داسې كارونو په ځواب كې بايد يوه فرهنګی برنامه جوړه كړې شی.
د (شب به خير فرمانده) فيلم كې كار كوونكو ته اخير كې دا توصيه وكړه: زمونږ سينما به هغه وخت كاميابی مومی چې مونږ سينما حرفه ای او تجربه كاره شی ځكه چې هغه څه چې نن صبا د ايران په سينما حاكم دی اولسې دی حال دا چې يوازې حرفه ای سينما ده چې په نړۍ كې زمونږ عقيدې ته درنښت وركوی
363784