د ايران د قرانی خبری إژانس (ايكنا) ګزارش له نظره د قران پاك او حديث د څوارلسمې نړيوالې مقابلې كې د ګډون شرطونه د دې مقابلې د تر سره كوونكو لخوا په المصطفی نړيوال پوهنتون كې په لاندينې برخو كې اعلان شو
لومړې ډله: هغه ټول طالبان (هلكان او جينكۍ) چې د المصطفی نړيوال پوهنتون كامپيوټری كارډ لری په عمومی توګه حضوری او غير حضوری، ايرانی او غير ايرانی هغه طالبان چې فارغ شوی دی يا مشغول دی
او د الزهرا پوهنتون جينكۍ
بله ډله: د طالبانو كور والا او د هغوی زامن او لوڼې
مقابلې كې د نوم ليكلو شرطونه
هر يو كس په دريو موضوعاتو كې نوم ليكلې شی
هر يو كس يوازې يو موضوع له دې موضوعاتو قرائت، ترتيل.، ټول قران پاك حفظ، نيم قران پاك حفظ وټاكی
كوم كسان چې مخكې مقابلو كې په قرائت، ترتيل او د قران پاك حفظ كې لومړی راغلی وی نو هغه په دې كې ګډون نشی كولاې
د نوم ليكلو ځايونه
د دينی مدرسو په دارالقران كې
هم دا راز د جينكو لپاره دينې مدرسې لكه بنت الهدی، جامعه الزهرا، مكتب نرجس او هم دا شان د مشهد مقدس جامعه الهدی، د ګرګان ښار او اصفهان ښار جامعه الهدی
د پام وړ خبرې
1 . د مقابلې ته د ننوتلو كارډ به تاسو ته له اول اسسفند نه تر يوې اوونی پورې د نوم د ليكلو له ځايونو ملاویږی
2، د مقابلې په ورځ دا كارت هريو كس سره لازمی دی
3. دغه مقابلې به په ټول هيوادونو كې په يو وخت پيل كیږی
4. څوك چې دې كې كامياب شو نو له دې وروسته به هغوی زبانی امتحان په مختلفو سيمو كې جلا جلا اخستې شی
د نتيجو اعلان
1. لومړی درې پوزيشن اخستونكيو نومونه، په نړيواله المصطفی پوهنتون ويب پاڼه څخه www.miu.ac.ir او ايكنا www.iqna.ir ويب پاڼه كې خپریږی.
2. د مقابلې تفصيلې نتيجه به 27 اسفند له ټولو دينی مدرسو دارالقران څخه خپریږی
363914