IQNA

د حج د اعمالو ښودنه د ستر لارښود د دفتر په ويب پاڼه كې كیښودلې شوه

18:57 - February 16, 2009
د خبر لمبر: 1744785
فرضې فضا ډله: د حج د اعمالو ښودنه د ستر لارښود د دفتر ويب پاڼې په ښوونكې برخه كې كیښودلې شوه
د ايران د قرانی خبر اژانس ايكنا د ګزارش له نظره دا برخه له (حج او عمرې ادابو)) او له (دعاګانو او زيارتونو)) جوړه شوې ده
حج تمتع برخه هم له څو څيزونو جوړیږی لكه په مكې كې احرام تړل، په عرفات كې څه موده پاتې كيدل، په مشعرالحرام كې پاتې كيدل، په منی كې شيطان ويشتل ، قربانی، حلق (د سر ویښته كلول) تقصير د حج طواف او د طواف مونځ د صفا او مروه په مينځ كښې منډه وهل، طواف نساء، د طواف نسا مونځ، په منی كې پاتې كيدل او هم دا شان درې واړه شيطانان ويشتل
عمره تمتع كې دا عملونو دی لكه احرام .، د كعبې طواف، د طواف مونځ، سعی او تقصير
د عمره تمتع په هكله داسې راغلی دی چې هغه زواران چې هغوی د حج د عملونو نه مخكې د پيغمبر اكرم زيارت (ص) او د جنت البقيع كې د امامانو (ع) زيارت ته تلی وی نو كله چې مكه ته بيرته راځی نو بايد له مسجد شجره چې مدينې سره نږدی ده، كې احرام واچوی اود حج عملونو ادا كولو لپاره مكې ته روان شی او هغه خلق چې له جدې ښار مكې ته ځې نو بايد هغوی له جحفې محرم شی
(نارينه ؤ له پكار دی چې هغوی خپلې جامی وباسې او احرام واچوی خو ښځو لپاره په خپلو جامو كې د حج عملونو كول روا دی
په دې برخه كې نور داسې راغلی دی، (د احرام نيت دا دی چې د جامو اغوستلو په وخت لبيك االلهم لبيك ووايئ او اراده دې دا وی چې د عمره تمتع لپاره احرام اچؤم))
د قربانۍ په هكله داسې راغلی دی چې قربانی هم له حج واجب عملونو څخه ده او هر يو حاجې لپاره لازمه ده چې دا كار وكړی څو حاجيانو لپاره يو ځناور ذبح كول بس نه دی هو يو حاجې څو ځناور ذبح كولې شی او دا ډيره افضله خبره ده))
363878
captcha