د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره، چې د مجلس د خبريالو له ټولنې یې نقلوی، د مجلس شواری اسلامی مشر د بهمن د مياشتې په 26 نیټه د شنبې په ورځ له ماسپښينه وروسته ځينې بهرنی خبريالو سره ليدل وكړل.
د شورای اسلامی مشر د خبرو په پيل كښې په دې ورځو كښې چې د جمهوری اسلامی ايران د برياليتوب كليزه نماځل كیږی د بهرنی خبريالو دلته شتون د هغوی لپاره ډېر ښه وخت وګاڼه چې په دې كښې هغوی كولې شی چې د اسلامی انقلاب له حقيقتونو ځان خبر كړی او دا ټولنيز، كلتوری او تاريخی حقيقتونه په صحيح طريقه نورو ته وښيی. هغه وويل: اسلامی انقلاب يو نوې څيز دی چې پكښې ډېر اړخونه دی خو ځينې هيوادونو اوس هم دې حقيقت منلو ته تيار نه دی.
لاريجانی د خبريالو د پوښتنو ته ځوابونه وركړل او د ایټمی كارونو په هكله شوی پوښتنې ته یې داسې ځواب وركړ: جمهور اسلامی ايران خپل ایټمی كارونه د صلحې په ترڅ كښې د نړيوالو د نظر لاندې او د نړيوال سامان په نظارت كښې ترسره كړی دی خو ځينې هيوادونو په عجيبه طريقه د ايران د خلكو د دې ثابت حق له منلو انكار كوی.
هغوی د انګلينډ د خبريال د دې پوښتنې په ځواب كښې چې ايا ايران امريكې سره خبرو اترو ته تيار دی وويل: ايران د امريكې د مشرانو زړه راښكونكيو خبرو ته اړتيا نه لری او يوازې د خلې خبرې بدلول څه نتيجه نه لری امريكه دې په ځای د دې چې خپلې خبرې بدلې كړی بايد خپل فكر ته دې حقيقی بدلون وكړی.
لاريجانی وويل: تراوسه امريكې د ايران په خلكو ډېر ظلمونه كړی دی چې ټول د ايران په تاريخ كښې ليكلی شوی دی. د فلسطين او افغانستان د حالاتو په هكله یې وويل: امريكه په دې بانې په افغانستان حمله كړې وه چې چرسو پوډرو او تيروريسټ سره مقابله وكړی خو اته كاله تير شو او هغوی اوس هم په دې كښې نه دی كامياب شوی بلكه تيروريسټ ورسره په نورو هيوادونو كښې نور هم زيات شوی دی.
د فلسطين په هكله یې وويل: د فلسطين خلكو په يو ازادې ټولې ټاكنې كښې د ځان د مشرۍ لپاره حماس خوښ كړ خو امريكې فلسطين له څو اړخو راګير كړ. له دې څرګندیږی چې يوازې هغه ډيموكريسی امريكې ته قبوله ده چې د امريكې په ګټه وی.
364154