د پوهنتون استاد ښاغلې پروفيسر «احسانالله»، چې د اهل سنتو له وړاندې كسانو څخه دی د دارالحديث د مؤسسې د ليدلو په وخت د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په خبرو اترو كښې دا وويل: په دې مؤسسې كښې د حديث په علم كښې ډېر كار شوی دی چې يو پكښې د سنيانو د حديثونو د سرچينو څیړنه ده. د رجالو په علم كښې هم ډېر كار شوی دی چې څیړونكی ترې ګټه اخستې شی.
د قران دې څیړاندی په پاكستان كښې د حديثونو حالت ښه څرګند كړ او ویې ويل: د نړۍ مسلمانان په قرانی علمونو كښې يو بل سره څه اختلاف نه لری خو د په حديثونو كښې ډېر اختلاف لری چې دا د غير معتبر حديثونو له مخې دی.
هغه له دې ډېره خوشحاله شو چې دلته راغی او دا دارالحديث چې يو عملی او كلتوری مركز دی یې له نزې وليد هغه دا غوښته وكړه چې بايد په دې هكله دې يو بل ته اطلاعات وركړی شی.
د يادولو ده چې نن سهار د بهمن د مياشتې په 27 نیټه د پاكستان ځينې حقوقدانانو، د مجلس نمايندګانو او د پوهنتون ځينې استاذانو، دا دارلحديث وليد.
364641