د ايران قرانی خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس چې د قطر يو ورځ پاڼې (الرايه) څخه نقل كړې ليكی چې دغه مقابلې د قطر د فرهنګی وزارت د ځوانانو د كارونو ادارې تر نظر لاندې د قران پاك او علم حديث مينه والو ځوانانو په ګډون سره په ټول هيواد كې پيل شوې.
«خالد يوسف الملا» د دې مقابلو سكتر په دې هكله داسې وويل: دا مقابلې په دوو موضوعګانو قران او حديث كې تر سره كیږی چې په قران كې د سوره مايده حفظ او د انفال او توبې سورې تلاوت او تجويد دی او حديث كې پيغمبر اكرم له حديثونو د 100، 50 او 20 حديثونو حفظ شامل دی
«جمال فايز سعيد» چې د قطر د ځوانانو ادارې د فرهنګی څانګې مشر دی په دې هكله وويل: په دې مقابلو كې ځينو هغو ځوانانو هم ګډون وكړ چې هغوی دلته په اقليت كې ژوند تيروی.
هغه ورزياته كړه: چې دغه مقابلې تر پنځم اسفند د لمريز كال 1387 پورې جاری دی او د دوی اخيری رسم او د انعاماتو تقسيمول به د پنجشنبه په ورځ اتم اسفند و الغرافه لوبو سټيديم كې تر سره كیږی
364424