IQNA

كوښښ مې وكړ چې عيسايانو ته د قران پاك حقيقی ژباړه وړاندې كړم

14:05 - February 17, 2009
د خبر لمبر: 1745185
د ادب ډله: د نړيوال كاليز كتاب په شپاړسمې دوره كې غوره شوی د قران پاك ترجمه كوونكی وويل: زما د ژوند 40 كاله د قران پاك په جرمنی ژبې كې په ترجمه كوولو كې تير شو او زما كوښښ دا دې چې د قران پاك داسې ژباړه وكړم چې غير مسلمانان یې هم همداسې ولولې چې څنګه یې مسلمانان لولی او د دې كتاب له حقيقته خبر شی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) راپور په مطابق د قران پاك د ترجمو د څیړنې يو اجلاس پرون 26 بهمن 1387 د عادل تئودور خوری، چې د جرمنی د مونتسرو پوهنتون ښوونكې او د نړيوال كاليز كتاب په شپاړسمې دورې كې غوره شوی د قران پاك ترجمه كوونكی دی، په وينا سره د حكمت او فلسفې څیړنې موسسې كې تر سره شو.
د دې اجلاس شورو كې علی رهبر چې په جرمنی كې د ايرانيانو معنويت مركز مشر دی په يو وينا كې وويل چې عادل تئودور خوری د مسلمانانو تر مينځه نا اشنا نه دی ولې چې له 79 كاله ژوندون یې 60 كاله یې عيسايانو ته د قران پاك پيژندلو كې تير كړ
هغه وويل: خوری په خپله ترجمه كې قران پاك ته د يو كاتوليك مسيحی په شان نظر ندی كړی بلكه كوښښ یې كړې ده چې د يو مسلمان په حيث قران ته نظر وكړی او دا له داسې كس چې مسلمان نه دی قران ته داسې نظر كول د هغې لخوا ډيره پاملرنه لری او بايد د دی دا كار او كوښښ ته مونږ په ښه مينه قبول كړوو
رهبر وويل: خوری په دې ترجمه كې له شيعه او سنې دواړو تفسيرونو استفاده كړې ده، هغه وويل: خوری په جرمنی كې ډير لوې اسلام پيژاند دی
خوری هم په خپلې وينا كې دا وويل: چې حاضرينو لپاره يوه حيرت ناكه خبره دا ده چې يو عيسايی كشيش څرنګه د قران پاك ترجمې ته تياریږی، ما چې كله ترجمه وكړه نو مخكې له خپرونې می څو مقالې په دغه باب كې وليكلې چې د مسلمانانو نظر مې معلومه و چې په دې باب كې د هغو نظر ډير زيات مثبت و نو هغه نه وروسته مې ترجمه خپره كړه.
خوری دا هم وويل: چې كه قران پاك په شان كه د نهج البلاغې ترجمه هم په نورو ژبو كې وې نو دا به ډيره غوره خبره وه.
364409
captcha