د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش په د «اخبار العالم» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د افغانستان عدالت په دې دليل چې په دې ترجمې كښې چې په افغانۍ ژبه شوې وه تحريف و او دوی د پيغمبرۍ دعوا كړې وه دوی ته دا حكم واورول. دې دواړو افغانی ژباړونكيو « احمد غوث زلمی» چې ورځ پاڼه ليكوال او «قاری مشتاق احمد» چې د افغانستان ملا دی دا ترجمه په 2007 كال كښې په افغانۍ ژبه بې له دې چې عربی ورسره تطبيق كړی چاپ كړه اوپه خلكو كې یې مفته وويشله. په ترجمې باندې ډېرو افغانی مسلمانانو پوهانو نيوكې وكړې او هغوی دا كار په دين كې كفر وګاڼه او ویې غوښتل چې د دې كار كوونكی دې پانسی او ووژل شی.
365175