IQNA

بلغارې وكيل: په قران كښې مو د تيروريسم څه نښانې نه دی ليدلی

12:13 - February 18, 2009
د خبر لمبر: 1745513
نړيواله ډله: «ګينيو ګانف» د بلغارستان د ښاريانو مدافع وكيل، قران مجيد د انسانی تاريخ يو لوی كتاب وګاڼه او ویې ويل: په قران كښې مو تروريسم او بې ګناه ظلم ته د بلنې څه نښانې ونه ليدی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره چې نړيوالې ورځ پاڼې «الشرق الأوسط» یې نقلوی، ګينيو ګانف چې د قران تلاوت یې پيل كړی دی، په دې هكله اعلان وكړ: د قران تلاوت او مطالعه مې د دې لپاره شورو كړې ده چې د مسلمانانو صحيح انځور ترلاسه كړم.
ګانف زياته كړه: قران د مسلمان سړی د بشپړيدو لپاره د هغه په ارادو او عادتونو كښې اثر لری او په د دې كتاب په ايتونو كښې تروريسم، زياتی او افراطی كارونو ته د مخه كولو څه نښانې نشته.
ګانيو تر اوسه پورې د بلغارستان د ډېرو منصبونو لروونكی پاتې شوی دی او له دې وړاندې د مجلس د نماينده په توګه یې په دې هيواد كښې كار كاوۀ.
په بلغارستان كښې له يو ميليون نه زيات مسلمانان اوسیږی ډېر پكښې له اصله تركيان او ځينې پكښې له اصله بلغاريان دی.
365247
captcha