IQNA

د تايليند په هوايی ډګر كښې مسافرانو ته حلال خوراك وركول كیږی

12:20 - February 18, 2009
د خبر لمبر: 1745523
ټولنيزه ډله: د تای د هوايی شركت له خوا په نړيوال هوايی ډګر كې له دې پس مسلمانانو مسافرانو ته په سفر كې حلاله ډوډۍ وركړل كیږی
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا د جنوب ختیځ اسيا څانګې له يو اطلاع رسوونكی مركز «سامت پيرونسان» ThaiPR، په بقل سره د هوايی شركت خوراك برخې مشر دا اعلان وكړ: چې دا قدم د ډيرو مسلمانانو لخوا د غوښتنې وروسته واخستل شو
هغه وويل چې له دې وروسته به د تايلنډ په هوايی ډګر كې مسلمانانو لپاره جلا ډوډۍ پخولې شی.
دا خوراك به له تيارولو تر پخولو پورې د اسلامی احكامو مطابق وی
د دې ګزارش پر اساس د تايلنډ د اسلامی مركز غونډې دا خوراك تاييد كړې دی.
د ذكر وړ دی چې د تای هوای شركت الوتكې لاره د مسلمان هيوادونه لكه امارات، پاكستان مالزی اندونزی عمان برونای او بنګلاديش دی.
365301
captcha