IQNA

د استاد مرتضی مطهری د كتاب ترجمه په استانبول كې خپره شوه

12:34 - February 18, 2009
د خبر لمبر: 1745542
كلتوری او هنری ډله: د «استاد شهيد مطهری» كتاب «ده گفتار» ترجمه په استانبول كې په تركی ژبی كې له ايران د كونسلیټ د كلتوری څانګې لخوا خپره شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د راپور پر اساس چې په استانبول كې د ايران كونسلیټ څخه نقل كړې ليكی چې دا كتاب «مرات آلتن» په مرستې د استانبولی تركی ژبې ته ترجمه شوې دی، په دې كتاب كښې ټول 252 مخونه دی چې د كوثر خپرندويی په دو زرو ټوكونو كې چاپ او په ټول تركی كې یې خپور كړ.
شهيد استاد په دې كې مختلف بحثونه څیړلی وو لكه تقوا د تقوا مرحلې او اثر، اجتهاد، امر بالمعروف او نهی از منكر، د دينی فكر ژوندی كول، د علم فريضه د نوی نسل ته لارښوونه او د وينا په هكله یې خبرې ليكلی دی.
365350
captcha