IQNA

نن لويدیځ په مسلمانانو كښې سيكولر اسلام نه شی راوستی

12:38 - February 23, 2009
د خبر لمبر: 1745921
سياسی ډله: حجت الاسلام خسرو پناه د لويدیځو هيوادونو په اسلامی هيوادونو كښې د تبليغ په هلكه وويل: يوه زمانه وه چې لويدیځ هيوادونه په دې خبره كښې كامياب وو خو اوس به مسلمانانو په سيكولر اسلام نه شی راوستی او په عسايانو كښې له سيكولر نه بغير د عيسائيت عقيده شته.
د حوزې استاد حجت‌الاسلام و‌المسلمين عبدالحسين خسروپناه، د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې د عاشورا پیښې ته په پام وويل: جهل او شبهو په دې پیښې كښې ډېر رول درلود او نن هم بايد له هغې پیښې سبق واخلو.
د امام خمينی(ع) د څیړانې او ښونې مؤسسې استاذ د ايران د ټولنې په اخرنی 150 كالو كښې د هغوی حركت د يو ماشوم د لويدو په شان وګاڼه او ویې ويل: د دې لويدو بشپړتيا بالغيدو سره وه چې په 57 لمريز كال كښې د بهمن د مياشتې په 22 تاريخ وشوه او كله چې په 42 كال كښې د ايران تيل ملی شو هغه وخت دا پوهه او بلوغ نه و.
مونږ د انقلاب له كاميابۍ نه وړاندې ډېرې ماتې وخوړی چې هغه ټولې ماتې كاميابۍ ته د رسيدلو يو سبب شو.
خسرو پناه د غزه د مسلمانانو اخرنی كاميابی په هغوی د اسلام شتون وګاڼه او ویې ويل: كله چې د عربو اسرائيل سره جنګ نو سره د دې چې عرب هم اسرائيل سره وو خو بيا هم عرب كامياب شو او مسلمانان دې نتيجې ته ورسيدل كښې كه كاميابی غواړی نو بايد د جامع اسلامی پيروی وكړی.
دې دينی څیړاندې زياته كړه: نن مونږ په اسلامی ټولنه كښې هغه دينی اجتهاد ته چې د فكر روښانه كوونكی دی ضرورت لرو كوم چې شهيد مطهری بيان كړی دی.
365779
captcha