IQNA

د هاليووډ اسلام ته نظر ډېر سياست وهلی نظر دی

10:51 - February 19, 2009
د خبر لمبر: 1745925
هنری ډله: په كومه سترګه چې د لويدیځ سنيما اسلام ته ګوری هغه ډېر سياست وهلی نظر دی، همدا سبب دی چې د دې جوړ شوی فلمونه د سياستمدارو د اثر لاندې دی.
د سنيما او ټيليويژن فلمبرادار «شهريار اسدی» د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې د پاسنې خبرې كولو وروسته وويل: البته دا رنګ فيلمونه دې د سنيماګانو او هنرمندانو په حساب كښې رانه شی، ځكه چې هیڅ يو فلم جوړوونكې له دې راضی نه وی چې د نورو دينونو يا مذهبونو سپكاوې دې وكړی.
د «ده رقمی» فلم جوړوونكی وړاندې وويل: د يو خاص مقصد لپاره جوړ شوی فلمونه چې د سياست لخوا خړوب شوی وی هغه به هیڅكله د كتونكو په فكر پاتې كيدونكی اثر ونه كړی، ځكه چې كيدی شی يو كس د فلم كتلو په وخت د هغې د اثر لاندې راشی خو وروسته به حقيقت او په احساساتو غالبیږی.
هغه د لويدځو هيوادونو له اسلامه د نفرت څپړنه داسې وكړه: زما په عقيده د لويدیځو له اسلامه د نفرت سبب دا دی چې د هغوی سياسی كسان په هغه هيوادونو كښې د اسلام له خپريدو ويریږی له همدې سببه هغوی د سينما په وسيله په اسلام باندې ډېر سخت ګزارونه كوی.
اسدی وويل: د ايران سينما هیڅكله دا كوشش نه دی كړی چې د نورو دينونو سپكاوی دې وكړی بلكه د عزت په سترګه یې ورته كتلی دی. هغه وويل: كه مونږ غواړو چې د لويدیځو هيوادونو دا پروپیګنډه شنډه شی نو بايد داسې فلمونه جوړ كړی چې اصلی اسلام پكښې خلكو ته وښيو.
هغه په دې لارې كښې تبليغاتو ته ډېر اهميت وكړ او ویې ويل: تبليغات نيمه كاميابی ده چې په كار ده ورته ځير شو ځكه چې نړيوالو سنيماګانو خپل كتونكی د تبليغاتو په وسيله ځانته مائله كړی دی.
د بيلګې په توګه «بدون دخترم هرگز» فلم ته اشاره كوی شو، چې د داسې فلمونو په هكله لويدیځو خپل تبليغات كړی دی او هر څوك چې ايران ته راځی نو په ذهن كښې یې له اوله د دې فلم نقشه وی يوه داسې نقشه چې كله څو ورځې په ايران كښې تيرې كړی نو پوه شی چې دا هر دروغ وو.
هغه د خبرو په پای كښې په دې لړ كښې د مسؤلانو كردار ډېر د اهميت وړ وګاڼه ځكه چې كه سينما ته مناسب بجټ (بودجه) وكړې شی نو په دې كښې به ډېرښه اثر ولری او د سنيما فلمونه به دې هم ښه شی.
365914

captcha