IQNA

په لبنان كښې د «ايران فرهنګی» څلور مياشتنۍ رسالې نوی شميره چاپ شوه

11:01 - February 19, 2009
د خبر لمبر: 1745935
د كلتور او هنر ډله: د اسلامی جمهوری ايران د كلتوری مركز په مرسته په لبنان كښې د «ايران فرهنګی» مجلې نوې شميره چاپ شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره چې په لبنان كښې كښې د ايران د كلتوری مركز سره یې نقلوی، د «ايران فرهنګی» مجلې نوې شميره په بيلا بيلو موضاعوتو، مقالو او د ايران د كلتوری او هنری ميراث په هكله څیړنو سره چاپ شوه.
«په لومړيو پیړيو كښې له عربۍ فارسې ته اسلامی ژباړونكی» د «محمد محمدی» ليك چې ايرانې څیړاندې دی، «ايرانۍ اسلام او د مدرنيسم پست سوال» د «محمود حيدر» ليك چې لبنانی څیړاندی دی، «د ښكلا پيژنګلو» د ايران د وسپنې د سامان په هكله څیړنه، «كلتوری ماڼۍ» د امام رضا(ع) د كتابتون په هكله تحقيق، «ميراث و آثار قديمه» د مشهد د تاريخی او دينی اثارو په هلكه څیړنه، «كلتور» د ايرانی فيلسوف بو علی سينا د شخصيت په هلكه او د امام خمينی (ره) د ليدتوګو په هلكه څیړنه، «د ملت كلتور او حكومتد» تر موضوعاتو لاندې مقالې او څیړنې پكښې موجودې دی.
د دې مجلې لومړۍ مقاله «كلتوری ايران» د «كلتوری خبرو اترو، د بدلون ساتل» تر عنوان لاندې د « محمد سعد» ليكلی شوی ده.
په دې لومړۍ مقاله كښې هغه د خبرو اترو اهميت چې د بيلا بيلو انسانی تمدنونو او رواجونو تر مينځ په بيله توګه اسلامی – عربی او ايرانی تمدن، په هكله خبرې ليكلی شوی دی.
365967
captcha