IQNA

پاپ د اردن د مسلمانانو مشرانو سره كتنه كوی

11:03 - February 19, 2009
د خبر لمبر: 1745936
نړيواله ډله: پاپ به په راتلونكې مياشتې كې د اردن سفر په ترڅ كې د دې هيواد د مسلمانانو مشرانو سره كتنه كوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې د فرانس له خبری اژانسه یې نقلوې، چې پاپ به په امان ښار كې په شاه حسين جومات كې د اردن له سترو شخصيتونو سره ليدلو كې د دينونو تر مينځ د خبرو كولو اهميت او د مسلمانانو او عيسايانو تر مينځه د ورور ولۍ په هكله خبرې اترې كوی
په نړۍ كې بيا په خصوصی توګه په منځنې ختیځ كې د صلح او عدالت پراختيا كې د مذهب يو بنيادې اثر لرل هغه بل موضوع دی چې په دې كتنې كې د بحث تر لاندې راځی.
شپاړسم پاپ د كال 2006 ميلادی كې په خپلې وينا كې اسلام دين، جنګ غوښتونكې دين بللو وروسته څو ځل دا كوښښ وكړ چې د مسلمانانو په هكله خپل ښه نيت څرګند كړی او د عيسايانو مركز واتيكان اړيكې د ټولې نړۍ د اسلامی سازمانونو سره ښې كړی.
د اردن په 6 ميليون جمعيت كې تقريبا دوه لاكه (200هزار) تنه عيسايان دی چې اكثر پكښې كاتوليك دی.
366010
captcha