د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مركز «محيط» یې نقلوی، د «شانگهای» د صوبې د لاس ليكلو كتابونو د مرستو مركز د دې هيواد له ملی مركز عوښتی وو چې د قران پاك دا نسخه دې په خپل كتاب كې وليكی له دې غوښتې وروسته د چين د لاس ليكلو ملی مركز دا غوښتنه ومنله.
د زړو لاس ليكلو كتابونود لړليك ليكلو په دې مرحلې كې، 87 نسخې وليكل شوې چې پكښې د سپیڅلی كتاب بودا يوه نسخه هم ثبت شوه چې هغه زر (1000) كاله مخكښې ليكلې شوې وه.
د نړۍ د قران پاك زړه خطی نسخه، 700 كاله مخكښې له منځينی اسيا، چين ته راوړې شوې وه. چې 681 مخونه یې درلود او ديرش سپارې وه.
365759