د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) ګزارش چې له اطلاع رسولو مركز «Islam Online» یې نقلوی ليكی چې ګارډين ورځپاڼې پرون سه شنبې د بهمن د 29 نیټه په خپلې مقالی كې د دې خبر بيانولو سره وويل: چې جدال 2 یې د ترهګرۍ مخالف پروګرام نوم وركړې دی چې راتلونكې اوونۍ كې به څرګند شی.
د ګاردين په دې راپور كې راغلی دی چې د انګلينډ حكومت په دې پروګرام كې د افراطی ګرۍ لمنه نوره هم پراخه كړې ده او هغه ټول خلك چې د انګلينډ د عمومی ګټو مخالف وی، افراط ګر ګڼلې شی.
په دې اساس هغه ټول مسلمانان چې د شريعت تبليغ كوی او لواط څخه منع كوی او د اسلامی حكومت خبری كوی، افراط ګر دی.
او هغه ټول كسان چې په جهاد عقيده لری همدې ټولی كې بللی شوی دی او هم دا سې هغه ټول كسان چې اسرئيلو سره د فلسطينيانو نښتې د فلسطينيانو حق او جهاد بولی هم افراط ګر بلی،
هغه مسلمانان چې په عراق او افغانستان كې د امريكای عسكرو وژل نه محكومه وی هم افراط ګر ګڼلی شی.
كه څه هم د دوی كسانو لپاره څه سزه نه ده ټاكلې شوی خو بيا هم په انګلينډ كښې د مسلمانانو پريشانۍ سبب ګرځې او د حكومت له ځينو ګټو څخه به محرومه پاتی كیږی.
د پام وړ ده چې په انګلينډ كې له دوو ميليونو زيات مسلمانان اوسیږی چې اكثر پكښې له اصله اسيايی دی.
365753