IQNA

د صفر د مياشتې خصوصی ګڼه د انګلينډ د اسلامی مركز ويب پإڼې كې كښودل شو

11:32 - February 22, 2009
د خبر لمبر: 1747082
د فرضې فضا ډله: د انګلينډ د اسلامی مركز د اطلاع رسولو ويب پاڼې د صفر د مياشتی د عزادارۍ مناسبت سره سم د صفر مياشتې خصوصی ګڼه په دې ويب پاڼې كې خپره كړه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش دا خصوصی ګڼه چې د پيعمبر اكرم د رحلت او د امام حسن او امام رضا عليهما السلام د شهادت په مناسبت سره خپره شوې ده له بيلا بيل برخو لكه مقالو او حديثونه جوړه شوې ده.
د مقالو برخې كې د پيغمبر اكرم (ص)، امام حسن (ع) او امام رضا (ع) په هكله مقالې ليكلی شوی دی. د هر يو د شخصيت په هكله څو څو مقالې ليكلی شوی دی.
د پيغمبر(ص) په هكله د مقالو موضوعات دا دی د ژوند اخيری شيبو كې پيغمبر سره، د خدای د حبيب جدايی او امام علی ته د پيغمبر اكرم(ص) وصيت.
د خدای حبيب جدايی مقالې كې داسې راغلی دی. چې د هجرت په يولسم كال په عرفې كې د اخيری حج په موقع، په مكې او غديرخم كې، په مدينې كې له ناروغتيا روسته او مخكې د ملګرو په غونډو كې او يا په عمومی ويناوو كې رسول الله (ص) د خپل مرګ خبر وكړې و
په دې مقالې كښې دا حديث هم نقل شوی دی چې زه ستاسو تر مينځه دوه ګران بيه څيزونه، قران او اهل بيت پریږدم تر څو چې تاسو د دې دواړو پيروی كوئ نو هیڅ كله به هم ګمراه نشئ.
همدا رنګ د امام حسن عليه السلام د ژوند او اخلاقو په هكله، د امام(ع)، معاويه سره د صلحې په هكله او د هغه ژوند ليك پكښې بيان شوی دی.
367115
captcha