IQNA

د ۸ اسلامي هېوادونو ګډه اعلامیه؛

په مسجدالاقصی کې د صهیونیسټي رژیم اقدامات وغندل شول

6:36 - July 25, 2026
د خبر لمبر: 3493074
خبیث وحشی رژیم
ایکنا- د اتو عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې په مسجدالاقصی کې د صهیونیسټي رژیم د پاروونکو اقداماتو د زیاتېدو غندنه کړې او ټینګار ئې کړی چې اسرائیل په دې مبارک جومات کې هېڅ ډول حقوقي او تاریخي حق نه لري.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د الجزیره ټيلیویژني چینل څخه نقل شوی راغلی دي، د مصر، سعودي عربستان، قطر، اردن، متحده عربي اماراتو، انډ،نیشیا، پاکستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیې کې د مسجدالاقصی پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د پاروونکو اقداماتو د زیاتېدو او د ښارګوټو مېشتو او افراطي وزیرانو د پرله‌پسې یرغلونو غندنه کړې او له نړیوالې ټولنې ئې غوښتي چې اسرائیل دې د دغو سرغړونو د بندولو لپاره اړ کړي.

په اعلامیې کې د تل‌ابیب د هغو هڅو په اړه خبرداری ورکړل شوی چې غواړي د ختیځ بیت‌المقدس تاریخي هویت او حقوقي حیثیت بدل کړي، او ټینګار شوی چې اسرائیل نه پر بیت‌المقدس او نه هم د هغه پر اسلامي او مسیحي سپېڅلو ځایونو هېڅ ډول حاکمیت لري، او د قدس حرم شریف ټوله ساحه یوازې د مسلمانانو ځانګړی د عبادت ځای دی.

د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې د بیت‌المقدس زړې برخې او د هغه مذهبي ځایونو ته د خلکو د لاسرسي پر وړاندې توپيري  او خپل‌سري محدودیتونه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده، او یو ځل بیا ئې ټینګار کړی چې صهیونیستي رژیم پرنیواکي  بیت‌المقدس او د هغه پر اسلامي او مسیحي سپېڅلو ځایونو هېڅ ډول حاکمیت نه لري.

په اعلامیې کې د نیواکګر ځواک په توګه، له اسرائیلو څخه غوښتل شوي چې د بیت‌المقدس زړې سیمې ته د فلسطینیانو پر تګ راتګ لګول شوي ټول محدودیتونه لیرې کړي او مسجدالاقصی ته دې  د مسلمانو لمونځ کوونکود واریدیدا مخه ونه نیسي.

دغو اتو عربي او اسلامي هېوادونو له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې قاطع دریځ خپل کړي او اسرائیل دې د سپېڅلو ځایونو د حقوقو د سرغړونو د درولو او د نړیوالو قوانینو او مقرراتو د رعایت کولو لپاره اړ کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4365795

captcha