IQNA

د حسيني اربعین لپاره له ۱۳ زرو او ۵۰۰ څخه ډېر د خدمت او عزادارۍ موکبونه ثبت شول

6:33 - July 25, 2026
د خبر لمبر: 3493073
حسینی اربعین
ایکنا- د امام حسین (ع) د سپېڅلي حرم اړونده د موکبونو او حسيني پلاؤ  څانګې اعلان کړی چې د عراق له بېلابېلو ولایتونو او همدارنګه له یو شمېر عربي، اسلامي او نورو هېوادونو څخه د سږکال حسینی  اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره له ۱۳ زرو او ۵۰۰ څخه زیات موکبونه ثبت شوي دي.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د امام حسین (ع) د سپېڅلي حرم له رسمي وېبپاڼې څخه ئې نقل کړی راغلي دي، د عراق له داخل  او بهر څخه تر اوسه له ۱۳۵۰۰ څخه ډېر موکبونه د سږکال د حسینی  اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره ثبت شوي دي.

د امام حسین (ع) د سپېڅلي حرم د موکبونو او حسيني هیئتونو د څانګې مشر محمد کریم عزیز وویل: د دې په پام کې په نیولو سره چې لا هم یو شمېر موکبونه نه دي ثبت شوي، تمه کېږي چې د ثبت شوو موکبونو شمېر به له ۱۶ زرو څخه هم واوړي.»

محمد کریم عزیز څرګنده کړه چې د حسيني هیئتونو او موکبونو څانګې د عزادارۍ د دستو د تګ او  واریدیدا مهالویش د یوې ځانګړې تګلارې له مخې اعلان کړی، چې دا تګلاره د امام حسین (ع) او حضرت عباس (ع) د سپېڅلو حرمینو او اړوندو حکومتي ادارو د ګډې مرکزي کمېټې له خوا جوړه شوې ده.

هغه وویل چې د عزادارۍ د دستو د واریدیدا پروګرام د ولایتونو او بېلابېلو هېوادونو له مخې تنظیم شوی، څو د امام حسین (ع) د سپېڅلي حرم او په بین‌الحرمین  کې د زائرانو د تګ راتګ  او موکبونو  جوړول په منظم او اسانه ډول ترسره شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د امام حسین (ع) سپېڅلي حرم له ټولو موکبونو او حسيني هیئتونو غوښتي دي چې ټولې خپرې شوې لارښوونې مراعات کړي، چې په هغو کې د وسایطو مشخصات، د غږیزو وسایلو اندازه او ځواک، د  واریدیدا  لارې، د ټاکل شوو دروازو له لارې د دستو ننوتل، او د لوړې کچې نظم او دقت ساتل شامل دي.

د موکبونو او حسيني هیئتونو د څانګې مشر زیاته کړه د دغو مقرراتو د پلي کولو موخه دا ده چې نړۍ ته د حسيني عزادارۍ د مراسمو رښتینی او مناسب انځور وړاندې شي او د اربعین د شعائرو په ترسره کولو کې د نظم، همغږۍ او د قوانینو د مراعات لوړه کچه وښودل شي.»

د دغو تنظیمي هڅو په چوکاټ کې، د امام حسین (ع) سپېڅلی حرم خپلو هڅو ته دوام ورکوي، څو د عزادارۍ د دستو او خدمت‌رسوونکو موکبونو د هرکلي لپاره غوره شرایط برابر کړي، د زائرانو او موکبونو د تګ راتګ روان بهیر وساتي، د مراسمو درناوی خوندي کړي او نړۍ ته د اربعین د زیارت یو منظم او متمدن انځور وړاندې کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4365814

captcha