د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د افتخاری خبريال په ګزارش، چې له خبری مركز خيمې یې نقل كړې، «سيداحمد الصافی» چې د حضرت عباس علمدار (ع) د زيارت مشر دی، د عربی هيوادونو زورانو په غونډه كې وويل: څومره موده چې يو زوار په كربلا يا يو بل زيارت كې وی دومره وخت لری چې بې له معنوی فايدې بل څه ګټه لكه دنياوی ګټه نه شی كولې كه كولې شی نو يوازې معنوی ګټه كولې شی.
هغوی د امام حسين (ع) د زيارت دا ځانګرتيا، چې په دې زيارت كې د ګومبت لاندی د هر چا دعا قبلیږی وويل: زوارانو له پكار دی چې په دې سپیڅلی ځايونو كې د قران پاك تلاوت، نمونځ او دعا كې بوخت وی او له دې معنوی فضا چې د عباس او امام حسين (عليهما السلام) په زيارتونو كې ده او دا ځايونه د پریښتو د تللو او راتللو ځايونه دی، استفاده وكړی.
الصافی زياته كړه: چې د كربلا د زيارت اهميت له دې وجې دی چې هغه زواران چې له دې ښار خپلو ښارونو او هيوادونو ته واپس ګرځی بايد د اهل بيتو نيك اخلاق یې زده كړې وی.
367093