د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د افتخاری خبريال د يو راپور پر اساس چې له خبری مركز خيمه یې نقلوی، «حسين اكبری» چې د حج او زيارتو سازمان مرستيال دی، وويل: چې زيارتونو ته د زوارانو لیږلو ورځنې شمير به له څلورو زرو هم زياتیږی.
هغوی وويل:چې په اخری دوو مياشتو كې د زوارانو لیږلو ورځنۍ شمير له 2700 تنو تر درو زرو پورې ورزيات شوې دی. چې د عراقی مشرانو په موافقت سره دا شمير به له څلورو زرو هم ورزيات شی.
د حج او زيارتو سازمان مرستيال، زيارتونو ته د زوارانو لیږلو اصلی ستونزه د امكاناتو كمی وبلل او وې ويل: چې اوس هره ورځ لس زره تنه كربلا ته تلل غواړی.
367095