د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د افتخاری خبريال د يو راپور پر اساس چې د قم له اوقافو او د ښیګړو د چارو اداری له عمومی روابط یې نقلوی«مائده اديبزاده» د خبريالو سره د خبرو په وخت وويل چې دا ځل د دې مقابلو قانونونو كښې ډير بدلون راغلی دی دغه مقابلې هر كال د ښځو په مينځ كې د اوقافو د ادارې د نظر لاندې كیږی.
هغه زياته كړه: نور هيوادونه هم دا غواړی چې يوه ائين نامه د ايران د پوهاندو په ګډون سره تياره كړې شی چې په نړيوالې برخی كې هم له هغې استفاده وشی.
د اوقافو د اداری د يو ديرشمې د قرانی مقابلې د فيصله كوونكيو غونډې مشر په ايران كې د قرانی مركزونو ته اشاره وكړه او هيله من شو: چې زمونږ په هيواد كې د قران ډير مركزونه شته خو له مقابلو مخكښې د يو سازمان لاندې په مقابلې كې دې ګډون كوونكيو ته ښودنه وشی.
اديبزاده د وينا په بلې برخې كې وويل: د انسان په ژدند كې د قران مفهومونه ډير اهميت لری. هغوی د قران د حفظ په هكله وويل چې حافظ مجبوره دی چې زر زده كړی لپاره بايد د قران د ټكو مانې زده كړی نو همدا كار سبب جوړیږی چې انسان د قران مفاهيمو سره بلد شی او د اخرت اجر له پرته د د دنيا ژوند هم بدل كړی او د خدای په لاره روان شی.
اديب زاده د وينا په اخر كې وويل: چې په مونږ دا فرض دی چې د قران پاك له حفظه زيات اهم په قران پاك باندې عمل كول، دی.
367073