IQNA

د يورپ اتحادیې د اسرائيلو د ښاریې جوړولو پروګرام محكوم كړ

12:06 - February 22, 2009
د خبر لمبر: 1747124
نړيواله ډله: د جمعې په ورځ د اسفند د مياشتې په دويم تاريخ د يورپ اتحادیې په يوه بيانيه كښې په كرانه باختری كښې د اسرائيلو د ښاریې جوړولو پروګرام محكوم كړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره چې د كويت له خبری اژانس یې نقلوی، د يورپ اتحادیې اسرائيلو ته دا خبردارې وركړی دی چې په دې پروګرام كښې دې بيا كتنه وكړی.
د يورپ د اتحادیې په دې بيانې كښې، د اسرائيلو دا كار د نړيوالو حقونو ضايع كول او د فلسطين په حدونو كښې تيرې او د هغوی او نړيوالې ټولنې په وړاندې د تړونونو ماتول ګڼل شوی دی.
همدارنګ په دې بيانیې كښې راغلی دی: په فلسطينی ځايونو كښې د غير قانونی ودانيو كول په مينځنۍ اسيا كښې د صلحې لپاره خنډ دی او د ټولو نړيوالو كوششونه چې په دې منطقې كښې یې د صلحې او امن لپاره كوی هغه په دې طريقه خرابیږی. او تر څو چې د فلسطين په خاوره كښې تجاوز كیږی نو د صلح لپاره كوششونه كول بې فائدې دی.
اسرائيل په تير ميلادی كال كښې د ښاريو جوړلو پروګرام ته پرختيا وركړې ده او په زور نيولې منطقې كښې یې له 1200 كورونو زيات غير قانونی ځايونه اباد كړی دی.
367221
captcha