IQNA

د قطر د قرآن مقابلې سبا شورو كیږی

10:11 - February 23, 2009
د خبر لمبر: 1747646
نړيواله ډله: سبا د اسفند د مياشتې په دويمه نیټه د قطر په «دفنه» ښار كښې د «أروی بنت عبدالمطلب» په قرانی مركز كښې د قران د حفظ د شپاړسمې مقابلې چې د «شيخ جاسم بن محمد آل‌ثانی قطر» په نوم ده شورو كیږی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره چې له د قطر د «الشرق» ورځپاڼې یې نقلوی، د دې مقابلې لومړۍ برخه له 1600 سوو زياتو كسانو په ګډون سره چې دا ټول په قطر كښې د قرانی مركزونو چارواكی دی په اووه ټوليو كښې شورو كیږی.
د دې مقابلې اصلی مطلب د خدای وحی ته د نوی نسل پام اړول او په ګډون كوونكيو كښې د مقابلې روغه جذبه پيدا كول دی.
د دې مقابلې ترسره كوونكی ډلې مشر شيخ جاسم بن محمد آل‌ثانی قطر د مقابلې ګټونكيو لپاره ښه انعامونه ټاكلی دی دوی فيصله كړې ده چې لومړی كس ته به 60زره قطری رياله، دويم كس ته به 47زره رياله او دريم كس ته به 36 زره رياله ډالۍ وركول كیږی.
همدارنګ به نن د اسفند د مياشتې په څلورمه نیټه د شيخ جاسم بن محمد آل‌ثانی قطر، د اوقافو او د اسلامی چارو د وزات د مشر «غيث بن مبارك الكواری» په ګډون سره يو پريس كانفرس په دې هلكه ترسره كوی چې په دې كښې به د دې مقابلو د مهمو برخو تفصيل بيانیږی.
367626
captcha