د ايران د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره، د «قرآنی څیړنو» مجلې مشر، حجتالاسلام و المسلمين احمد ترابی د پيغمبر(ص) د شخصيت او د خدای د كلام تر مينځ د اړيكې په هلكه وويل: د دوی رابطه د ظرف اومظروف ده چې دواړه د پاكۍ په اخرنی حد كښې دی چې د يوۀ له پاكۍ د بل پاكۍ ته رسيدی شو.
هغه زياته كړه: كيدی شی چې نن سبا ځينې خلك له دې حيران وی چې قران دې ولې حفظ شی او ولې ثواب لری لكه د ځينې سورتونو د حفظ د ثواب په هكله په حديثونو كښې راغلی دی چې ډېرثواب لری دا ولې؟ په ځواب كښې بايد ووايو د هغې اثراتو په پام دی چې د قران حفظ كول یې لری.
هغه وويل: كله چې د قران د حفظ لپاره دومره ثوابونه ذكر شی نو هم ورسره د مسلمانو شوق زياتیږی او هم قران له تحريفه خوندی پاتې كیږی په داسې طريقه چې نن كه څه هم مسلمانان ډېرې فرقې لری خو په قران كښې یې څه اختلاف نشته.
هغه د پيغمبر(ص) شخصيت يو داسې شخصيت وبلل چې د قران په حقانيت او رښتينولی ګواه دی ځكه چې هغه له رسالته وړاندې هم په امين مشهور و نو كه چې د خدای كلام له يو داسې شخصيت له خلې ولوستی شی نو دا ډېر اثر لری او نن چې كله مونږ د هغه(ص) له زمانې ډېر لرې يو نو كه د خدای دې كلام ته ځير شو نو د پيغمبر(ص) لوړ شخصيت راته څرګندیږی او د هغه حقيقت ته رسو.
367441