د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د لبنان برخې په ګزارش، دا تمثال د شهيد عماد مغنيه د لومړی كاليزې مناسبت سره په دې نعرې (ستاسو وسله به د عماد مغنيه د پښو لاندی نابوده شی) ولګول شو او په دې خبرې ټينګار وشو چې د دې شهيد مينه د نورو مجاهدينو په زړو كې موجوده ده او مونږ د هغه په لاره روان يوو او د هغه له قاتلانو به انتقام اخلوو.
دغه تمثال یې په هغه ټينك باندې ولګول كوم ټينګ چې په 33 ورځنی جنګ كې د حزب الله مجاهدينو له اسرائيلو پوځيانو قبضه كړی ؤ. د دې تمثال په لګولو سره د بعلبك ښار په اوسيدونكو كې د جهاد او مقاومت جذبه نوره هم زياته شوه
د دې تمثال اوږدوالی پنځ میټره او شل سنټی میټره دی او د حزب الله د اطلاع رسولو برخې په كوشش سره په بقاع ښار كې جوړ شوی دی.
367792