IQNA

په ملايشيا كې به د پيغمبراكرم(ص) د رحلت ورځ لمانځلې شی

10:48 - February 23, 2009
د خبر لمبر: 1747694
سياسی او ټولنيزه ډله: په ملايشيا كې اوسيدونكی ايرانيان او ملايشيا كورنی خلك به د پيغمبر اكرم او د امام حسن مجتبی (ع) د شهادت ورځه د دې هيواد په بيلا بيلو ښارونو كې لمانځی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې په ملايشيا كې د ايران كلتوری مركز یې نقل كړی ليكی، چې د دې ورځې عزاداری به د ايرانيانو او په ملايشيا كې د اهل بيتو(ع) منوونكو په ګډون سره په كوالالامپور او نور ډيرو ښارونو كې تر سره كیږی.
په دې مجلسونو كې به د پيغمبر اكرم (ص) او د هغه ګران نمسی امام حسن عليه السلام سيرت، اقوال او ژوند ليك څیړلې شی او بيا به پر هغوی باندې شوی ظلمونه بيانیږی او عزاداری به كیږی
همدا رنګ په ملايشيا كې د ايران كلتوری مركز د امام رضا (ع) په هكله په پلازمينه او نورو ښارونو كې د مجلسونو تر سره كولو كې ګډون لری. په دې مجلسونو كې هم د اهل بيت عليهم السلام مينه وال په عمومی توګه ګډون كوی.
367643
captcha