د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په په ګزارش چې له Sana یې نقلوی، په هغه بيانیې كښې چې پرون د اسفند د مياشتې په 4 نیټه د سوریې په ورځپاڼو كښې خپره شوه، د «حمص» كشيشانو د مينځنی اسيا د كليساو د شورا مشر «برتولِمی»(Bertholémie) او د جماتونو له امامانو دا وغوښتل چې د اسرائيلو د ظلمونو په خلاف كلك ودریږی.
په دې بيانیې كښې وړاندې راغلی دی چې اسرائيل رژيم سره د دې چې له ممنوعه اسلحې یې ګټه اخستې ده په فلسطين كښې یې بې ګناه ماشومان او عام خلك هم وژلی دی او د ډېرو مقدساتو سپكاوې یې كړی دی. لكه د حضرت عيسی(ع) او مريم مقدس(ع) او داسې نور.
د يادونې ده چې واتيكان په دې خبره سخت اعتراض كړې دې چې هغوی داسې پروګرامونه خپروی چې پكښې د حضرت عيسی(ع) سپكاوې كیږی او له اسرائيلی مشرانو یې غوښتی دی چې د غزې له خلكو بخښنه وغواړی.
368278