IQNA

د «حمص» د كليسا كشيشانو له پاپه وغوښتل چې اسرائيل ته دې نه ځی

10:29 - February 24, 2009
د خبر لمبر: 1748084
نړيواله ډله: د سوریې د «حمص»(Homs) ښار كشيشانو له «شپاړسم پاپ بنديكت» وغوښتل چې د غزې په خلكو باندې د ظلم په خلاف او د عيسايانو د مقدساتو د سپكاوی په خلاف بايد خپل د اسرائيل ليدل لغو كړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په په ګزارش چې له Sana یې نقلوی، په هغه بيانیې كښې چې پرون د اسفند د مياشتې په 4 نیټه د سوریې په ورځپاڼو كښې خپره شوه، د «حمص» كشيشانو د مينځنی اسيا د كليساو د شورا مشر «برتولِمی»(Bertholémie) او د جماتونو له امامانو دا وغوښتل چې د اسرائيلو د ظلمونو په خلاف كلك ودریږی.
په دې بيانیې كښې وړاندې راغلی دی چې اسرائيل رژيم سره د دې چې له ممنوعه اسلحې یې ګټه اخستې ده په فلسطين كښې یې بې ګناه ماشومان او عام خلك هم وژلی دی او د ډېرو مقدساتو سپكاوې یې كړی دی. لكه د حضرت عيسی(ع) او مريم مقدس(ع) او داسې نور.

د يادونې ده چې واتيكان په دې خبره سخت اعتراض كړې دې چې هغوی داسې پروګرامونه خپروی چې پكښې د حضرت عيسی(ع) سپكاوې كیږی او له اسرائيلی مشرانو یې غوښتی دی چې د غزې له خلكو بخښنه وغواړی.
368278
captcha