IQNA

امريكه د هغې ليك په هكله تحقيق كوی چې حماس سره اړه لری

10:37 - February 24, 2009
د خبر لمبر: 1748092
نړيواله ډله: له دې ورسته چې د حماس تحريك د امريكې اولس مشر «باراك حسين اوباما» ته، چې نوې په كار شوی دی د ليك له لیږلو انكار كړی دی اوبامه د حماس مشرانو ته يو رسمی ليك ولیږه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره چې د «نسيج» له اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د امريكې ډله چې كله خبر شوه چې حماس له دې ليكه نه دی خبر نو هغوی يو رسمی ليك حماس ته وليكه او د حماس له مشرانو یې وغوښتل چې دې ليك ته رسمی ځواب وركړی.
د تيرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د امريكې ډيموكریټ سنیټر «جان كری» غزې ته په خپل سفر كښې د دې ځای د بيلا بيلو برخو كتنه وكړه او په دې سفر كښې ورته د حماس د حكومت د بهرينو چارو د وزير مشارو احمد يوسف، بې له دې چې د حماس مشرانو سره مشوره وكړی د حماس له خوا يو ليك وركړ چې دا اوباما ته ورسوی، خو قانونی حكومت «اسماعيل هنيه» د داسې ليك له لیږلو انكار كړی دی.
همدارنګ د حماس د حكومت خبردارو سرچينو اعلان كړی دی: دا ليك د دۀ له خپلې خوا و او د حماس د رهبرانو په كښې څه مشوره نه وه.
367785
captcha