IQNA

اسلامی ګوندونه دې د مسجدالأقصی د نجات لپاره كوشش وكړی

10:46 - February 24, 2009
د خبر لمبر: 1748098
نړيواله ډله: د مسجدالاقصی خطيب او د اسلامی ټولنې د مشر لومړنی مرستيال «يوسف جمعه سلامه» د دوشنبې په ورځ د اسفند د مياشتې په څلورمه نیټه، له اسلامی ګوندونو غوښتنه كړې ده چې د مسجدالأقصی د بچولو لپاره دې هڅې وكړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له «SPA» یې نقلوی، يوسف جمعه د يوې بيانیې په خپرولو سره له اسلامی كنفرنس، القدس كمیټۍ، د اسلام نړيواله ټولنه، او د عربی هيوادونو له اتحادیې غوښتی دی چې د مسجد الاقصی د نجات لپاره زر تر زره څه كار وكړئ او د اسرائيلو له تيريو او حملو یې بچ كړئ.
شيخ سلامه زياته كړه: اسرائيل دا غواړی چې دلته د يهودو ابادی زياته كړی او فلسطينيان له دې ځايه وباسی او په دې طريقه خپله ګڼه زياته كړی او حالت بدل كړی.
هغه همدارنګ وويل كه چرې دا حالت باقی پاتې شی نو ډېر زر به مسلمانان په دې ځای كښې كم شی او يهود به مسجدالاقصی د مسلمانانو له لاسه واخلی.
368447
captcha