IQNA

د قران او حديث د نړيوال المپك لپاره بايد ډېر تبليغات وشی

10:49 - February 24, 2009
د خبر لمبر: 1748099
د قرانی چارو ډله: د جامعه المصطفی(ص) العالميه د مشهد برخې كلتوری او روزنی مرستيال د دې سره سره چې د دې المپك لپاره تبليغات ډېر ضروری دی وويل: د قران او حديث نړيوال المپك لپاره بايد ډېر تبليغت وشی
د جامعه المصطفی(ص) العالميه د مشهد برخې كلتوری او روزنی مرستيال حجت‌الاسلام‌ و المسلمين «نصرالله پژمان‌فر»، د ايران قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: د دې لپاره چې دې المپك ته د خلكو پام راواړوو بايد ډېر زيات تبليغات وكړو. كه څه هم په دې المپك كښې بيلا بيل هيوادونه ګډون كوی خو بيا هم زمونږ د اطلاع وركولو كار كمزوری دی.
هغه زياته كړه: چې په نړۍ كښې د شيعو په خلاف تومتونه خپریږی نو د دې تومتونو د لری كولو لپاره دا المپك مونږ سره په دې لړ كښې مرسته كوی.
د جامعه المصطفی(ص) العالميه د مشهد برخې كلتوری او روزنی مرستيال حجت‌الاسلام‌ و المسلمين «نصرالله پژمان‌فر»، په اخر كښې زياته كړه چې اسلامی ايران د قران په حكمونو باندې په عمل كولو كښې په لومړی نمبر دی او هيله لرو چې د قران او حديث دا المپك به په نړۍ كښې د دې كلتور په خپرولو كښې يو اهم قدم وی
367968
captcha