IQNA

د غزې د خلكو له مصيبته خلاصولو لپاره مرسته كول ضروری دی

10:52 - February 24, 2009
د خبر لمبر: 1748101
سياسی ډله: نن له هروخته زيات ضرورت دی چې د غزې د مظلومو خلكو له مصيبته د خلاصولو لپاره په مرسته كښې ګډون وكړو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې د اسلامی مجلس د شورا له رسندویې ډلې یې نقلوی، د اسلامی شورا سپيكر علی لاريجانی د يكشنبې په ورځ د اسفند د مياشتې په 4 نیټه د بحرين سپيكر سره په ټيليفون خبرې وكړې.
په دې خبرو كښې لاريجانی وويل چې د دوو هيوادونو اړيكې دوستانه دی او جمهوری اسلامی ايران بحرين خپل دوست او ښه همسايه ګڼی.
هغه په خبرو كښې وويل: نن له هروخته زيات ضرورت دی چې د غزې د مظلومو خلكو له مصيبته د خلاصولو لپاره په مرسته كښې ګډون وكړو.
لاريجانی په دې هكله د بحرين د مجلس مشرانو او نمايندګانو ته په تهران كښې د فلسطين د پالمينټ كنفرنس كښې د ګډون بلنه وركړه.
368212
captcha