IQNA

د قران او حديث څوارلسمه ستره مقابله تر سره كیږی

11:00 - February 24, 2009
د خبر لمبر: 1748104
د فكر او علم ډله: د قران او حديث څوارلسمه ستره مقابله د نړيوال المصطفی پوهنتون په ملاتړ سره تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د دارالحديث د كلتوری علمی مؤسسې شعبې د حوزه خبر له مركز په نقل سره، د نړيوال المصطفی پوهنتون د قران او حديث څوارلسمې سترې مقابلې سكتر ښاغلی «حسين اسدی» وويل: چې د دې مقابلې لپاره په هيواد كې دننه او بهر تقريبا يولس زره كتابونه، پمفلیټی وكاردې او ويش شوې.
اسدی وويل چې تقريبا څلور زره كتابچې په مقابلی كښې د ګډون كوونكيو د لارښودنی لپاره دننه او بهر تقسيم شوی دی.
هغه زياته كړه: د حديث او دعا زر كتابچی موضوعی اياتونو كتابچې او زر قران پاك نسخې چې د دې مقابلی ځينې سرچينی دی په ايران كې تقسيم شوی دی.
د نړيوال المصطفی پوهنتون د قران او حديث څانګی مشر وويل چې تر اوسه پورې درې زره تبليغی كارډونه چې د امام خمينی يوې جملې سره ورته زينت وكړې شوی و او د «نقش و حقوق كاركنان سازمان‌ها از نگاه امام علی(ع)» په نوم زر كتابونه هم په مقابلی كې ګډون كوونكيو باندې تقسيم شول.
هغه ټينګار وكړ چې د كتابونو او كتابچو د تقسيمولو كار اوس هم جاری دی.
يادونه كیږی چې د د نړيوال المصطفی پوهنتون د قران او حديث څوارلسمه ستره مقابله د دې كال د اسفند د مياشتې له يولسمې تر شپاړسمې نیټی جاری وی او پكښې به د نړۍ د 65 هيوادنو ستر قاريان او حافظان ګډون كوی او دا مقابله د المصطفې پوهنتون د قران او حديث د ادارې په مرستې په قم ښار كې تر سره كیږی.
367713
captcha