IQNA

په انډونيشيا كې د ايران لومړنۍ كلتوری اوونۍ تر سره كیږی

11:06 - February 24, 2009
د خبر لمبر: 1748109
د هنر او كلتور ډله: د ايران د اسلامی كلتوری لومړنۍ اوونۍ د انډونيشيا په قومی ميوزيم كې، د ايران د اولس مشر، مشاور ښاغلی «مصطفوی» او د كلتوری او اسلامی ارتباطاتو سازمان مشرپه ګډون سره د اسفند د مياشتې په 13 نیټه تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې په انډونيشيا كې د ايران د كلتوری مركز یې نقل
كړې ليكې: چې په دې پروګرام كې د ايران كورنی ساز، د قالين جوړلو هنرمندو هنر ښوونه (نمايشګاه) خطاطی، نقاشی، د اينځور اخستونكی، لا سو سره جوړ كړی څيزونه د كتاب نمايشګاه د ايرانی هنرمندانو په ګډون سره تر سره كیږی، چې دا مراسم به د انډونيشيا په پوهنتونونو او كلتوری مركزونو كې تر سره كيدو سره سره به پكښې ايرانی ځينې فيلمونه هم خپرولې شی.
په دې اوونۍ كې د دواړو هيوادونو تر مينځ د كلتوری څيزونو د ادل بدل په هكله يو تړون باندې دواړه لاس ليك كوی.
368538
captcha