IQNA

د جهاد اسلامی لوی غړی بيت القدس ته د اسرائيلو تيرې محكوم كړ

10:44 - February 25, 2009
د خبر لمبر: 1748424
نړيواله ډله: د فلسطين د اسلامی جهاد تحريك يو غړی د دوشنبې په ورځ د اسفند د مياشتې په پينځمه نیټه د اسرائيلو بيت المقدس ته اخرنې تيرې محكوم كړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره د «Ma'an» د خبری اژانس په نقل، «نافد عزام» رژيم صهيونيسټی په دې خبره محكوم كړ چې هغه په بيت المقدس كښې يهوديان ابادول غواړی او ویې ويل: اوس یې 88 كورونه له دې اوباسلی دی او 1500 فلسطينی وګړی چې له دې ځايه اوباسلی دی.
هغه زياته كړه: د اسرائيلو دې كار زمونږ دې خبرې ته نور پام زيات كړی دی چې بيلا بيلو ټوليو كښې اتحاد راولو او ارادې مو نورې هم كلكې شی.
هغه هغې كسانو ته خبردارې وركړ چې د اسرائيلو په وړاند غلی ناست دی او له عربی هيوادونو په اسلامی ټولنو یې وغوښتل چې د فلسطين په حمايت كښې دې د اسرائيلو په خلاف وردیږی او بيت المقدس ته دې نجات وركړی.
368983
captcha